دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 275412
په پنجشېر کې د بودا د دورې يو لرغونی ځای موندل شوی دی
د پنجشیر ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ په وریاج کلي کې د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونپوهانو له خوا د بودا د دورې یوه لرغونې سیمه کشف شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پنجشیر کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نصرالله ملک زاده د باختر آژانس خبریال ته وویل: د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه د لرغونپوهانو او څیړونکو یوه ډله پنجشیر ته ځي، د دې لرغونې ساحې د نورو پلټنو لپاره.
 
هغه زياته کړه چې زموږ د لرغونپوهانو څېړنې ښيي چې شاوخوا څلور زره کاله وړاندې په دې سيمه کې بودايانو ژوند کاوه، چې په دې لرغونې سيمه کې د هغوى د ژوند نښې نښانې څرګندې دي.
 
مولانا ملک زاده وویل: د اسلامي امارت د حکم له مخې دوی د افغانستان د خزانې په څېر د تاریخي ابداتو او لرغونو اثارو د ساتنې مسوولیت لري.
 
په دې لرغونې سيمه کې د تمدن پاتې شوني د دې سيمې لرغونتوب ښيي.
 
د لرغون پېژندونکو په اند، د دې سیمې تاریخ د اسلام څخه مخکې، د بودا دورې ته ځي.
 
باید وویل شي، چې افغانستان د ډېرو تمدنونو ځای و او د دغو تمدنونو پاتې شوني د دې ښکارندويي کوي.
 
https://avapress.com/vdcgqn9xxak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته