دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 275477
په هند کې د اورګاډي د پل د نړېدو له امله ۲۶ تنه کارګران وژل شوي دي
د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد په شمال ختیځ میزورام ایالت کې د اورګاډي د یو پل د نړېدو له امله ۲۶ کارګران وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هند په شمال ختیځ میزورام ایالت کې د اورګاډي د یو پل د نړېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه شوي دي.
 
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې د پېښې پر مهال په سرنګ ښار کې پل نړېدلی او شاوخوا ۴۰ کارګران په کې په کار بوخت وو.
 
د دغه ایالت پولیسو د کارګرانو شمېر ۲۸ تنه وباله او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي او د دغه پل د نړېدو د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.
 
د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې له خټو څخه د ۱۳ کسانو جسدونه را ایستل شوي او د پاتې نورو د را ایستلو هڅې روانې دي.
 
د X ټولنیزې شبکې په یوه بیان کې، د هند د شمال ختیځ اورګاډي ادارې لیکلي چې پل هغه مهال ونړېد کله چې د بیربي او سیرنګ ترمنځ د نوي ریل پټلۍ د جوړولو کار روان و.
 
دغه رياست وايي، د دې پروژې د پلي کېدو موخه د ميزورم ايالت د هند له نورو سيمو سره نښلول او د ګرځندوى صنعت پراخول او د دغه ايالت د اقتصاد وده کول دي.
 
د هند شمال ختیځ اورګاډي د دې پېښې د څېړلو لپاره د یوې کمېټې د جوړولو اعلان کړی دی.
 
په همدې حال کې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي چې د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته تللی، ویلي چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټولې ممکنې لارې چارې په پام کې نیول شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchqmniq23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته