دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 275520
اسلامي امارت هڅه کوي چې د هیواد د آبادۍ او د ولس د یووالي لپاره په بیلابیلو برخو کې اساسي کارونه وکړي!
د رئیس الوزرا د سیاسي چارو مرستیال د پکتیا ولایت د لوجي منګل ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې ټینګار وکړ: اسلامي امارت هڅه کوي چې د جګړې د هواري لپاره په بیلابیلو برخو کې اساسي کارونه ترسره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې غونډه کې د پکتیا ولایت د لوجې منګل ولسوالۍ مشرانو او قومي مشرانو خوښي څرګنده کړه چې خپلې ستونزې په مستقیمه توګه د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکوي او اوس د افغانستان هر وګړی کولای شي چې خپل حق ترلاسه کړي.
 
دغو قومي مشرانو له اسلامي نظام سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او د خپلو ولسواليو د اوسېدونکو يو شمېر ستونزې او وړانديزونه يې د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره شريک کړل.
 
دغه راز مولوي عبدالکبير دغو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل چې اسلامي امارت د ولس له منځ څخه راپورته شوی، د ولس په مرسته يې بريا ترلاسه کړې او په هر ډول حالاتو کې د دوی خدمت ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد د ابادۍ او د خلکو د یووالي لپاره په بېلابېلو برخو کې اساسي کارونه ترسره کړي.
 
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال په خپلو وروستيو خبرو کې ډاډ ورکړ چې موږ په ځينو برخو کې له ستونزو خبر يو او د اسلامي امارت ټول مسوولين يې د حل کولو لپاره هلې ځلې کوي ترڅو ديو خپلواک، سوکاله او خودکفا افغانستان خوب پوره شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال تر دې مخکې د کابل، بغلان، ننګرهار، کاپیسا، لغمان، پروان، کندهار، تخار، سمنګان، پنجشیر، بامیان، غزني، کندز او د ولایتونو له علماوو، قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل.
 
https://avapress.com/vdcgxn9xzak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته