دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 275534
په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلی چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوی دی.
 
د دغه سازمان د ۳۶ مې راپور پر بنسټ، دغه ټولې پېښې د افغانستان په ختیځو سیمو کې، یوه پېښه په سوېل کې او بله پېښه په بلخ کې ثبت شوې ده.
 
د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د څېړنې د بېړنۍ کمېټې د غونډې راپور ښيي چې د روان کال د اپرېل له ۱۲مې د مې تر ۱۸مې په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه پېښې ثبت شوې دي.
 
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په کندهار کې د کور په کور د کمپاینونو په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان د دغې ناروغۍ د پراخې خپرېدو له جدي خطر سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcbfsb5arhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته