دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 275563
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال:

رسنیو ته د اسلامي ارزښتونو خلاف خپرونې اجازه نه لري

رسنیو ته د اسلامي ارزښتونو خلاف خپرونې اجازه نه لري
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نشراتو معين حيات الله مهاجر فراهي په ننګرهار ولايت کې په يوه غونډه کې وويل چې اسلامي امارت له هغو رسنيو څخه په جدي توګه ملاتړ کوي چې حقايق انعکاس کوي، خو هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او داسې خپرونې خپرې کړي د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رییس په ننګرهار ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، چې د نننۍ غونډې موخه خلکو ته د نظام د مکلفیتونو روښانه کول او د ساتنې په برخه کې د خلکو د مسوولیتونو روښانه کول دي.
 
نوموړي همدا راز وویل، اسلامي امارت د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوي، چې حقایق انعکاس کوي، خو هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف په خپرونو سره د ولس ذهن مغشوش کړي.
 
فراهي اسلامي امارت د ولس له ارشاداتو څخه رامنځته شوی نظام وباله او ويې ويل چې راځئ په ګډه د دغه نظام د ساتنې او پياوړتيا لپاره کار وکړو، ځکه دا نظام د ډېرو قربانيو په بدل کې منځته راغلی دی.
 
د دې ناستې په دوام کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه وویل، چې په تېرو دولسو کلونو کې نیواکګرو په هېواد کې بېلابېل جنایتونه کړي او اوس هڅه کوي، چې د هېواد پر وړاندې خنډونه جوړ او تبلیغات وکړي. اسلامي نظام خو دا مسوولیت د افغانانو دی چې د خپل نظام تر څنګ ودریږي او ملاتړ یې وکړي.
 
هغه اعلان وکړ چې د هېواد د کدرونو د پرېښودو څرنګوالی تر څېړنې لاندې دی او د لوړو زده کړو وزارت يې د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.
 
نوموړي دا هم وویل چې د اسلامي امارت د نظام په بېلابېلو برخو کې به کدرونه په دندو وګمارل شي.
https://avapress.com/vdcd9k0xsyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته