دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 276383
دولسو بهرنیو سیلانیانو د غزني له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړه
د غزنی ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایی چې دولسو بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخی او طبیعی سیمو څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: دغه سیلانیان د فرانسې، آلمان، کاناډا او پاکستان څخه وو چې د غزني د لرغونو سیمو، طبیعي منظرو او یو شمیر تاریخي اثارو څخه یې لیدنه وکړه.
 
په دغو بهرنیو سیلانیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي.
 
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مل پاسوال حميدالله نثار له دغو سيلانيانو سره په خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړېدو سره په هېواد کې بشپړ امنيت ټينګ شوى او سيلانيان کولاى شي په آرامۍ سره له سياحت څخه خوند واخلي.
 
د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د روان کال له پيله تر اوسه يو سل او شپيته بهرنيو سيلانيانو د غزني له تاريخي او طبيعي ځايونو ليدنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcevp8wxjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته