دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 276849
په ننګرهار کې سیلابونو ۵۰ کورونه نړولي دي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د استوګنې پنځوس کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایی، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې څه باندې پنځوس کورونه ویجاړ شوی دی.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د مومندرې ولسوالۍ د هزارنۍ، ګردي غوش او غازي په کليو کې د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او د دغو استوګنو کورونو مالونه زيانمن شوي دي.
 
همدارنګه په یادو سیمو کې د چرګانو ۱۱ فارمونه، ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د مچیو یو فارم او یوه زیاته اندازه ونې له منځه وړل شوي دي.
 
دغه دفتر دغه راز زياته کړه چې په سرخرود ولسوالۍ کې ٢٥ کورنۍ زيانمنې شوې او ٦٠ جريبه ځمکه هم ويجاړه شوې ده. دغه راز په نازيانو ولسوالۍ کې د چرګانو يو فارم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
 
د ننګرهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست د معلوماتو له مخې، په شيخ مصري ښارګوټي کې يو تن د خلکو له لوري له سيلاب څخه ژغورل شوى، خو سېلاب څلور سوه زره افغانۍ او د هغه موبايل له ځان سره وړي دي.
 
د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر زياتوي، چې د يادو اورښتونو له امله په جلال اباد ښار او شينوارو ولسوالۍ کې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په ټولو سیمو کې د کره معلوماتو او لازمو مرستو په موخه سروې کوي.
 
بايد وويل شي، چې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د سېلابونو له امله د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcba0b59rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته