دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 277112
د هېواد په ختیځ زون کې ۵۶ میله وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شول
د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د کشفي او استخباراتي راپورونو په ترڅ کې د هیواد په ختیځ کې په بیلابیلو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او یوه اندازه مهمات کشف شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات کړی چې د هیواد ختیځ زون د کشفي راپورونو په اساس ۵۶ میله سپکې او درنې وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په ترلاسه شويو وسلو کې پيکا، راکټ، کلاشينکوف، ايم ١٦، راکټ، مارکول او يوه اندازه مهمات شامل دي.
 
هغه زياته کړه، چې مسوولينو خلکو ته ويلي: که چېرې وسلې، وسايل او تجهيزات وي، هغوى ته يې وسپاري، که نه نو د شکايت حق نه لري.
 
دغه راز څه موده مخکې هم داسلامي امارت د دفاع وزارت د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه یوه اندازه وسلې کشف او ترلاسه کړې وې.
https://avapress.com/vdcfyed00w6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته