دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 277541
استرالیا له افغانستان سره څه باندې پنځه میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له افغانستان سره د پنځه میلیونه ۱۱۵ زره ۸۷۵ زره استرالیايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې له افغانستان سره د استرالیا د بشري مرستو کچه ۴۴ میلیونه ډالرو ته رسیدلې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر له استرالیا څخه د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودیجې د مرستې له امله مننه کړې ده.
 
تر دې وړاندې هم نړیوالو مرستندویه سازمانونو تل په افغانستان کې د اړو کسانو لپاره د مرستو له کموالي اندېښنه ښودلې ده.
 
په تازه حالت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سه شنبې په ورځ د میزان په ۴ مه د دغه سازمان د بودیجې د کمښت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د مالي سرچینو په کموالي سره به یو میلیون افغان میندې او ماشومان له بېوزلۍ سره مخ شي. د خوراکي مرستو څخه بې برخې شوي.
 
https://avapress.com/vdcbazb58rhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته