دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 277560
د تهران د اسلامی وحدت په کانفرانس کښې د اسلامی امارت استازی؛

اسلامي هیوادونه باید نړیواله ټولنه مجبوره کړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني!

اسلامي هیوادونه باید نړیواله ټولنه مجبوره کړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني!
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف چې د اسلامي وحدت په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی، ټینګار وکړ: اسلامي هیوادونه باید نړیواله ټولنه مجبوره کړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: مولوی عارف چې د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره یې د دغه کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې، په اسلامی نړۍ کې د اسلامی وحدت د ضرورت په هکله وویل: د مذهبونو تر منځ د وحدت شتون ډیر ضروری دی، ځکه موږ ټول مسلمانان یو، زموږ قبله یوه ده او باید د مذهبونو تر منځ د تفرقې د له منځه وړلو لپاره له یو بل سره همکاري وکړو.
 
هغه په ​​دوام کښې وویل: مسلمان هیوادونه باید په ټولو برخو کښې د مذهب، نژاد، قوم او بل هر څه پرته  په هماهنګۍ سره کار وکړی، که دا کار وشی نو اسلامی ټولنه به ستر پرمختګ وکړی.
 
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین مسلمانانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: که هغه انرژي چې ځینې خلک د تفرقې لپاره کاروي، د یووالي لپاره وکارول شي، په طبیعي ډول به لوی پرمختګ وکړو.
 
هغه زیاته کړه: په هر هیواد کې چې مسلمانان دي، باید له یو بل سره همکاري وکړي، د یو بل پر ضد کار ونه کړي او یو بل ته لازم حقوق ورکړي.
 
مولوي عارف د علماوو او اسلامي هېوادونو د غوښتنې په اړه وويل: اسلامي هېوادونه بايد نړيوال دې ته اړ کړي، چې اسلامي امارت په رسميت وپېژني.
 
هغه زیاته کړه: موږ باید هیر نکړو چې د افغانستان خلک دوه ځله اشغال شوي دي. یو ځل د روسیې له خوا او بل ځل د امریکا له خوا، نو دا خلک له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي او اسلامي هېوادونه باید له موږ سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې مرسته وکړي.
 
د اسلامي وحدت نړيوال كنفرانس د يكشنبې په ورځ د ميزان په نهه ويشتمه نېټه په تهران كښې د ټولې نړۍ د مسلمانو پوهانو په شتون سره پيل شو. په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارف الله عارف په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت یو څلور کسیز پلاوی او یو شمېر نورو شیعه او سني علماوو هم ګډون کړی دی.
 
د دغه کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې د ویناوالو د توجه یوه مهمه موضوع د افغانستان مسئله وه او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او همدارنګه د اسلامي یووالي د سازمان د تنظیموونکو په توګه د اسلامي مذاهبو د نړیوالې ټولنې سرمنشي هم حضور درلود.
 
https://avapress.com/vdccemqix2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته