دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 277561
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي:

د نجونو زده کړه د افغانستان له کورنیو ستونزو څخه ده

د نجونو زده کړه د افغانستان له کورنیو ستونزو څخه ده
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خپله وروستۍ اعلامیه کې د نجونو تعلیم د هېواد له داخلي مسایلو څخه ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې دا مسایل په منطقي ډول حل کړي، څو په هېواد کې د اختلافاتو لامل نه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی له «بی بی سی» سره په خپله وروستۍ مرکه کې د نجونو زده کړه د هیواد له کورنیو ستونزو څخه وبلله او زیاته یې کړه چې اسلامی امارت د دې مسئلې د حل لپاره هڅې کوی.
 
د افغانستان په خاوره کې د نورو هېوادونو د پوځي اډو د جوړېدو په اړه د افواهاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ښاغلي متقي څرګنده کړه چې دا ډول مسئله د هېڅ هېواد له خوا نه ده مطرح شوې، خو که چېرې اسلامي امارت د افغانستان په خاوره کې د پوځي اډو د جوړېدو موافقه وکړي نو بیا دا شل کلنې جګړې موخه څه وه؟
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستاني طالبانو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ او د وسلو د لېږد په اړه راپورونه ناسم دي.
 
هغه په ​​ډاګه کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو پر ضد ونه کارول شي.
 
https://avapress.com/vdcd950xfyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته