دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 277714
اوچا په ۱۷۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د اکتوبر په لومړۍ او دوهمه به په افغانستان کې پر شاوخوا ۱۶۹۶ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن چهارشنبه د میزان ۱۲ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې داخلي بې ځایه شوي، راستنېدونکي او سیلاب ځپلې کورنۍ شاملې دي.
 
دفتر زیاته کړه چې د محدودو مالي سرچینو سره سره، مرستندویه همکاران اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ته دوام ورکوي.
 
په افغانستان کې مرستندویه سازمانونه وايي چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام، چې د خوراکي توکو ډېره برخه اړو خلکو ته وېشي، په افغانستان کې د مرستو لپاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcdf50xoyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته