دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 277985
رئیسي: پر اسرائیلو د حماس برید د فلسطیني ملت مشروع دفاع ده
د ایران ولسمشر د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړو د پیل او زیاتیدو په غبرګون کې وویل چې پر اسراییلو د حماس برید د فلسطین د ملت مشروع دفاع ده.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې د پیل او پراخیدو په غبرګون کې د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسی وویل، پر اسرائیلو د حماس برید «د فلسطینی ملت مشروع دفاع» ده.
 
رئیسي د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه د یوې بیانیې په خپرولو سره زیاته کړه چې اسرائیل او ملاتړي یې د سیمې د هیوادونو امنیت له خطر سره مخامخ کوي او باید حساب ورسره وشي.
 
هغه ویلي دي: «مسلمان حکومتونه باید د فلسطین له ملت سره په صادقانه توګه په ملاتړ کې له اسلامي ملت سره یوځای شي».
 
د هغه په ​​وینا، معادله بدل شوی او جنګ د اسراییلو لپاره زیان دی.
 
د ایران ولسمشر له دې مخکې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومی منشی زیاد النخلیه او د حماس د سیاسی څانګې له مشر اسماعیل هنیه سره ټیلیفونی خبرې اترې وکړې.
 
د فلسطین د مقاومت جنګیالیو د صهیونیسټ رژیم د پوځونو پرضد د صهیونیسټ رژیم د پوځونو پرضد د تیرې شنبې د ورځې له سهار راهسې د «الاقصی طوفان» په نوم پراخ او ځانګړی عملیات پیل کړي دي. داسې یو عملیات چې د اشغال په ۷۵ کلن تاریخ کې بې ساری وو او صهیونیسټان یې حیران کړل.
 
https://avapress.com/vdcdj50xkyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته