دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 278120
جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي
په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې هېواد به یې د هرات ولایت زلزله ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ولېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د جاپان سفارت د اکس په ټولنیزه پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې دغه مرستې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال ټولنو په غوښتنه شوې دي.
 
سفارت ویلي چې په دې مرستو کې خیمې، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي.
 
خو د دغو مرستو دقیقه اندازه نه ده معلومه.
 
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې هم په هرات کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د ۳،۵ میلیونه یورو د مرستې اعلان کړی دی.
 
تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه د هرات د زلزلې د قربانیانو د عاجلې درملنې لپاره پنځه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.
 
https://avapress.com/vdcf0cd0xw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته