دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 278480
د وردګ او فراه په کروندو باندې ۱۰۰۰۰ بزګران د ملګرو ملتونو له مرستو برخمن شول
په میدان وردګ او فراه کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د کرنې او مالدارۍ ادارې (FAO) له لوري څه باندې لس زره بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت ۱۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سرې د ویشلو خبر ورکړی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغو مرستو کې هر بزګر ته پنځوس کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپین سرې او ۵۰ کیلو ګرامه تور سرې شاملې وې.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي مرسته وېشل شوې دي.
 
خو د ميدان وردګو يو شمېر کروندګر وايي، چې د دغه تخم په ترلاسه کولو خوښ دي او هيله لري، چې په راتلونکي کال کې له خپلو کروندو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.
 
په همدې حال کې په فراه کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دوه زره بزګرو کورنیو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي مواد ویشل شوي دي.
 
دغه مرستې د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ په بزګرو کورنیو وویشل شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې دغه مرستې د دغه ولايت پر هغو بزګرانو وېشل کېږي، چې په روان کال کې د سختو سيلابونو له امله زيانمن شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcevv8w7jh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته