دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 278549
قزاقستان د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د لېږلو اعلان وکړ
د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې، له قزاقستان څخه د بشري مرستو ۲۷ واګونونه چې د هرات زلزله ځپلو ته د اړتیا وړ توکي په کې شامل دي، افغانستان ته رسېدلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قزاقستان دولتي خبري آژانس کازانفورم د مرستندویه اورګاډي د وتلو خبر ورکړی.
 
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ۱۶۵۹ ټنه خوراکي او نورو توکو د مرستې ژمنه کړې ده.
 
د دې مرستو لومړۍ بسته تېره چهارشنبه هرات ته ورسېده، چې په کې دوا او طبي وسایل شامل وو.
 
په دغو ٢٧ واګونونو کې غنم، وريجې، غوړي، شيدې، کمپلې او جامې بار شوي دي چې په دې وروستيو کې له الماتا او قرغزي سيمو څخه وتلي دي.
 
په همدې حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې په دوو پړاوونو کې د هرات زلزله ځپلو ته ۴۵۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.
 
باید وویل شي، چې د چین په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcayanuo49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته