دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 278566
په کونړ کې لاریون کوونکو پر غزې د صهیونیسټ رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کښې لاریون کوونکو د فلسطین له مقاومت څخه په ملاتړ کښې پر غزې د صهیونیسټی رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازادي راډيو د خبر له مخې، په دغه لاریون کې چې د دوشنبې په ورځ د میزان په ۲۴ مه د کنړ ولایت په مرکز کې ترسره شو، د ګډونوالو شمېر سلګونه تنه وو.
 
دا خلک اوس هم د اسراییلو لخوا د غزې د محاصرې سمدستي پای ته رسیدل غواړي ترڅو خلک وکولی شي د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي.
 
د دې لاریون ګډونوالو له ملګرو ملتونو او نورو اړخونو وغوښتل چې ژر تر ژره د جګړې د بندولو لپاره اقدام وکړي.
 
تر دې مخکې په کابل ښار کې په زرګونو کسانو د الاقصی جومات د سمبول په انګړ کې په راټولېدو سره د فلسطین له مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړ. له دغو مظاهره چیانو څخه ځینو یې غوښتل چې د صهیونیسټ رژیم پرضد د جنګ په ډګر کښې وی .
 
https://avapress.com/vdcjmoe8muqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته