دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 278581
جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره ۳ میلیونه ډالره بیړنۍ مرسته کوي
د جاپان حکومت اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړتیاوو د برابرولو په موخه به د نړیوالو موسسو له لارې ۳ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: جاپان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د جاپاني بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره ۱.۴۶ میلیونه ډالره اضافي مرسته وکړي.
 
په اعلامیه کې راغلي: "د جاپان حکومت به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي."
 
د دغې اعلامیې پر بنسټ، جاپان به یو میلیون ډالر د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې د خوراکي توکو د برابرولو لپاره، یو میلیون ډالر د مهاجرت د نړیوال سازمان له لارې د اوبو او روغتیا ساتنې د موادو د برابرولو او یو میلیون ډالر د سره صلیب د نړیوال کمیټي له لارې مرسته وکړي.
 
له دې مخکې هم د هرات د زلزله ځپلو لپاره د جاپان هېواد بشري مرستې د دغه هېواد هوايي ډګر ته رسېدلې وې او د اسلامي امارت ځايي چارواکو ته سپارل شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcg779xqak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته