دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 278632
جاپان په ټول افغانستان کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۶۵ ښوونځي جوړوي
په افغانستان کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا د اقتصاد وزارت له سرپرست دین محمد حنیف سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې جاپان په ټول افغانستان کې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۶۵ ښوونځي جوړوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د دغه وزارت له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او له نوي سفیر تاکا یوشي کورومیا سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموریت د پای ته رسېدو او په افغانستان کې د جاپان د نوي ټاکل شوي سفیر تاکایوشي کرومیا د معرفي کېدو په اړه د اقتصاد وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
 
په افغانستان کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا په هرات ولایت کې د زلزلې له قربانیانو سره د غمشریکۍ د څرګندولو په ترڅ کې په افغانستان کې د دوی د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې جاپان خپلې بشري او بېړنۍ مرستې چې کمپلې، خوراکي توکي او دواوي په کې شاملې دي، استولي دي.
 
هغه د ملګرو ملتونو (WFP) او (IOM) د دفترونو او د افغانستان د مالیې وزارت له لارې د ۴.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو په اړه د اقتصاد وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
 
تاکاشي اوکادا په تېرو دوو کلونو کې د حکومتوالۍ او اقتصاد په برخه کې د اسلامي امارت د مهمو لاسته راوړنو قدرداني وکړه او په ټول هېواد کې یې د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۱۶۵ ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم غوښتنه وکړه چې د ښځینه زده کوونکو لپاره یې د ښوونځیو او لوړو زده کړو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
 
د اقتصاد وزارت سرپرست په دې اړه وویل: د جاپان هېواد د افغانستان له خلکو سره اوږده او تاریخي دوستي لري، د کرنې او زیربناوو په برخه کې د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې د جاپان هېواد مرستې دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcdsj0xxyt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته