دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 278890
د ناروې کمېټې له ۱۰ زره بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو مرسته وکړه
په پکتیکا کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت کروندګرو د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) له لوري د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې له مرستې برخمنې شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت ۱۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سرې د ویشلو خبر ورکړ.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سرې او ۵۰ کیلو ګرامه تور سرې شاملې دي او د دغه ولایت د ۱۰ ولسوالیو په بزګرانو به د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په مالي مرسته ووېشل شي.
 
دغه مرستې د دغه ولايت پر هغو بزګرانو وېشل کېږي، چې سږ کال سختو سيلابونو ځپلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې له لوري په ميدان وردګو ولايت کې پر ۱۱۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.
 
https://avapress.com/vdcjhoe8yuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته