دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 279000
د پکتیا په لیرې پرتو سیمو کې یوه روغتون پرانیستل شو
چارواکي د پکتیا ولایت د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه د پکتیا ولایت په لیرې پرتو سیمو یو روغتون پرانیستل شو.
 
دغه روغتون ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ترکيې د خيريه موسسې له خوا د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
 
د پکتيا د والي مرستيال شيخ انعام الله صلاح الدين باختر آژانس ته وويل چې دغه روغتون د هغو ناروغانو د عاجلې درملنې په موخه جوړ شوى چې غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي.
 
له بلې خوا د نصیر خیریه موسسې د دغه روغتون په تجهیز کې مرسته کړې ده.
 
د دغه روغتون تاسيسات په يو نيم جريبه ځمکه کې جوړ شوي او دغه طبي مرکز د داخله طب، جراحۍ او نسايي ولادي څانګې لري او د ټولو ناروغانو درملنه کوي.
 
د پکتيا ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې دغه روغتيايي مرکز ته يې روغتيايي کارکوونکي ګومارلي څو روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
 
د پکتيا ولايت ناروغانو او ښاريانو د دغه روغتون د جوړېدو په برخه کې د حکومت د هڅو هرکلی کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdzn0xzyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته