دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 279234
یونیسف: تیره میاشت مو شپږ میلیونه افغانانو ته روغتیایی او خوراکی خدمات وړاندی کړل
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق "یونیسف" نن یو راپور خپور کړ او ویې ویل، چې دغه سازمان د روان کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې تر شپږ میلیونو زیاتو خلکو ته روغتیايي او خوراکي خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې دغه سازمان ۲۴۶۷۹۲ ماشومانو او د هغوی ساتونکو ته د ۱۱۳۴ معلولیت لرونکو ماشومانو په ګډون خدمات وړاندې کړي دي، چې د خطرونو د مخنیوي، خوندیتوب او ساتنې زمینه یې برابره کړې ده.
 
نن پنجشنبه د سلواغې په ۴مه، یونیسف د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې دغه سازمان د روان کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې له شپږ میلیونو ډېرو وګړو ته روغتیايي او تغذیه خدمات وړاندې کړي دي.
 
د یونیسف خدمتونه تر لاسه کړي نیمایي هغه ماشومان وو چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وو.
 
د دغه راپور له مخې، د یونیسف د همکارو موسسو له لارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ۲۸۸۵۵۵ کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
 
دغه سازمان زیاته کړه چې په سپټمبر میاشت کې د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۴۸ سلنه برابرې شوې وې.
 
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د وچکالۍ، سیلابونو او ناامنیو له امله په دغه هېواد کې د اړو کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته رسېدلی دی.
 
https://avapress.com/vdcc1oqi02bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته