دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 278163
یونیسف د هرات له قربانیانو سره د ۲۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د هرات له زلزله ځپلو سره د ۲۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې تر اوسه د هېواد په لوېدیځ کې په هرات ولایت کې د زلزلې له ۹۰ سلنې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
 
دغه سازمان نن (چهارشنبه، د میزان ۱۹مه) دغه احصایه په ایکس کې د یوې پوستې په خپرولو سره اعلان کړه او له افغانستان سره یې د ۲۰ میلیونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه وکړه.
 
دا احصایه په داسې حال کې اعلان شوې چې نن سهار درې پرله پسې زلزلې یو ځل بیا هرات او د هېواد په لویدیځ کې یو شمېر نور ولایتونه ولړزول.
 
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی، چې د نن سهار د زلزلې له امله ۱۱۷ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
 
دغه سازمان پرون اعلان وکړ چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ او يو شمېر نورو ولسواليو کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله دوه زره ٤٤٥ تنه وژل شوي او دوه زره ٤٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
په هرات کې پرلپسې زلزلې پراخ زیانونه او ویجاړۍ رامنځ ته کړې.
 
د يادونې وړ ده چې نړيوال سازمانونه وايي چې په زلزله ځپلو سيمو کې لا هم د ژغورنې او لټون عمليات روان دي او د مرګ ژوبلې او زيانونو د زياتېدو احتمال شته.
 
https://avapress.com/vdcce4qi12bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته