دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 279615
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړون لاسلیک شو
د ازبکستان د سوداګرۍ پلاوي چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خاجیوف کوله، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسلامي امارت سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ازبک رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خاجیوف په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
 
په کابل کې د ازبکستان پلاوي د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په ګډون د اسلامي امارت له مسؤلینو سره وکتل.
 
ازبکستان کینوس سایټ لیکلي چې په دې غونډو کې یادونه وشوه چې په افغانستان او ازبکستان کې په اقتصادي برخه کې ډېر فرصتونه شته چې په عملي کېدو سره به یې د دوه اړخیزو سوداګرۍ کچه څو برابره زیاته شي.
 
د دغې رسنۍ په وینا، اسلامي امارت د افغان پانګوالو، سوداګرو د استازو او د بار وړونکو موټرو د چلوونکو لپاره د ویزې د نوي میکانیزم د جوړولو هرکلی کړی دی.
 
دغې رسنۍ زیاته کړه چې له اسلامي امارت سره د ازبکستان د پلاوي په خبرو کې یادونه وشوه چې د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارت له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په موخه د درې میلیارد ډالرو په ارزښت «طرحه» چمتو کړې ده.
 
کین نیوز زیاته کړې ده چې په دې غونډو کې دواړو خواوو د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو او وارداتو تړونونه لاسلیک کړل.
 
د افغان غږ خبری آژانس د خبريال د خبر له مخې، د ازبکستان د سوداګريز پلاوي مشر او د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال جمشيد خاجيوف د ازبکستان د سوداګريز نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د وينا پر مهال وويل چې د افغانستان پرمختګ او وده د هېوادونو په ګټه ده. د ازبکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه.
 
تردې وړاندې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و، چې د ازبکستان جمهوریت رسمي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خاجیوف په مشرۍ نن سهار (یکشنبه، عقرب ۷) د لا زیاتو اقتصادي همکاریو په موخه کابل ته راغلی دی.
 
https://avapress.com/vdcfy1d0tw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته