دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 279720
د روسیې ولسمشر د هراړخیز اټومي ازمایښت بندیز تړون لغوه کړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۱ مه یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د روسیې د هراړخیز اټومي ازمایښت بندیز تړون لغوه شو، هغه اقدام چې د ده په وینا له امریکا سره د مسکو د یوځای کولو لپاره طرح شوی و.
افغان غږ خبری آژانس: روسیه وايي، تر هغو به خپلې ازموینې بیا پیل نه کړي، څو چې واشنګټن دا کار ونه کړي. مسکو دا هم وايي چې د هراړخیز اټومي ازموینې بندیز تړون لغوه کول به د خپلو اټومي فعالیتونو په اړه د معلوماتو شریکولو لاره بدله نه کړي.
 
واشنګټن په 1996 کې د اټومي ازموینې بندیز تړون لاسلیک کړ مګر هیڅکله یې تصویب نه کړ. پوتین وویل چې دی تمه لري چې امریکا به هم د روسیې په څیر دا تړون تصویب کړي او که نه نو مسکو به د واشنګټن په څیر دریځ غوره کړي.
 
د اکتوبر په پنځمه، پوتین وویل چې دی چمتو نه دی چې ووایي چې آیا روسیه باید اټومي ازموینې بیا پیل کړي. د پوتین دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ځینو امنیتي کارپوهانو او روسي قانون جوړونکو د اټومي بم ازموینه لویدیځ ته یو خبرداری وباله.
 
د هراړخیز اټومي تړون د لغوه کولو پریکړه وروسته له هغه کیږي چې د روسیې دواړو پارلمانونو لا دمخه دا اقدام تصویب کړی و. اوس د روسیې یوې حکومتي وېبپاڼې اعلان کړی چې پوتین له دغه پرېکړه لیک سره موافقه کړې او د پوتین په لاسلیک سره دغه پورتنۍ پرېکړه سمدستي عملي شوې ده.
 
د شوروي وروسته روسیې هیڅکله اټومي ازموینه نه ده کړې. وروستۍ ازموینه یې په ۱۹۹۰ کال کې د شوروي اتحاد او په ۱۹۹۲ کال کې د امریکا له خوا ترسره شوه.
https://avapress.com/vdccioqix2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته