دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 280486
د افغانستان او قطر د فوټبال ملي ټیمونه به د خلیفه په میدان کې له یو بل سره مخامخ شي
د هېواد د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له ټولو ستونزو سره لاس او ګریوان ده، خو د قطر د فوټبال له ملي لوبډلې سره سیالۍ ته چمتو ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي اشلي مایکل ویسټ ووډ د سه شنبې په ورځ (د عقرب ۲۴ مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله چمتو ده. له ټولو ستونزو سره سره د قطر ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.
 
دا لوبه به د پنجشنبې په ورځ (د عقرب ۲۵مه) د قطر په دوحه کې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي پړاو د دویم پړاو په چوکاټ کې ترسره شي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ملي لوبډلې وروستی جوړښت هم اعلان کړی، چې په کې د افغانستان د فوټبال د سترو څېرو لکه فیصل شایسته، فرشاد نور، نورحسین او داسې نورو نومونه نه لیدل کېږي. خو پر ځای یې د بلال آرزو، اسلام الدین امیري او نویو څېرو شمېر د پام وړ دی.
 
په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د انګلیسي روزونکي اشلي مایکل ویسټ ووډ چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره کار پیل کړی، له لوبې مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اسیا له اتلولۍ نه ویریږي.
 
دغه راز د قطر د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي کارلوس کویروز هم ویلي، چې د افغانستان د لوبډلې پر وړاندې به د درې نمرو د ترلاسه کولو لپاره خپل لوبغاړي میدان ته واستوي او تمه لري چې ګڼ شمېر قطري تماشاچیان د ملاتړ لپاره خلیفه لوبغالي ته راشي. 
 
ټاکل شوې د افغانستان راتلونکې مسابقه د نومبر په ۲۱ د کویټ له لوبډلې سره ترسره شي، چې افغانستان به د کویټ د لوبډلې کوربه توب د دمام په ښار او د شهزاده محمد بن فهد په لوبغالي کې ترسره کړي.
 
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي پړاو په دوهم پړاو کې له قطر، کویټ او هند سره په ګروپ کې ځای لري، د افغانستان راتلونکې لوبې به د مارچ او جون په میاشت کې د قطر، هند او کویټ له لوبډلو سره ترسره شي.
https://avapress.com/vdcdjz0x9yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته