دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 280543
په هټیو او سوداګریزو مرکزونو کې له نښو او تختو څخه د بهرنیو لیکنو لرې کول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هټیو او سوداګریزو مرکزونو له خاوندانو وغوښتل، چې په بهرنیو ژبو لیکل شوې نښې سمې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تختو او تذکرو د تعدیل کمیسیون د هټیو، سوداګریزو مرکزونو، د استوګنې د کورونو او بنسټونو له خاوندانو غوښتي چې په تختو او نښانونو باندې لیکل شوي لیکنې لرې کړي.
 
دغه کمیسیون دا هم ویلي، چې دغه پرېکړه د هېواد د کلتوري شتمنیو او ملي ژبو د ساتنې په موخه شوې او ټولې یادې ادارې ۱۵ ورځې وخت لري، چې د غیر معیاري تختو د بدلون لپاره کار وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د سوداګریزو مرکزونو او هټیو ډېری تختې په بهرنیو ژبو لیکل شوي دي.
https://avapress.com/vdchkvnix23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته