دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 280632
له پاکستان څخه ایستل شویو څه باندې دوه زره کورنیو خدمتونه تر لاسه کړل
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستان څخه څه باندې دوه زره راستنې شوې کورنۍ د کندهار د سپین بولدک په پوله کې د ټاکل شوي کمیټې ( خپلو اصلي سیمو ته د لیږد رالیږد، د نغدو پیسو ویش) له خدمتونو څخه برخمنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت پرون (عقرب ۲۷) په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د عقرب په ۲۶ مه ۲۴۱۷ کورنۍ له پاکستان څخه بیرته ستنیدو ته اړ شوې دي. 
 
دغه وزارت زیاته کړه، چې د ۱۵۴۹ راستنیدونکو په ګډون ۲۴۱ کورنۍ د ۳۸ منځګړو له خوا اروزګان، هرات، کابل، زابل، غزني، کندهار او نورو سیمو ته لېږدول شوي او ټولټال ۲۱۸ زره افغانۍ ترلاسه شوې دي.
 
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ۳۲۰۱ راستنیدونکو په ګډون ۵۶۸ کورنۍ او ۴۶۶ کورنۍ چې ۲،۶۳۵ تنه په کې شامل دي د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته او د ۴۴۴ په ګډون ۸۸ کورنۍ د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ دفتر ته استول شوي دي.
 
په راپور کې ویل شوي، چې د ۵۶۰ کورنیو غړي په بایومتریک او راجستر شوي او په هرو ۴۹۴ کورنیو باندې لس زره افغانۍ د اسلامي امارت له بودیجې څخه وویشل شوې او ټولو راستنیدونکو ته لازم تبلیغات او پوهاوی ترسره شو.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې د سپټمبر له نیمايي راهیسې له پاکستان څخه ۳۲۷۴۰۰ بې اسناده کډوال او کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
باید وویل شي، چې پاکستان له اسنادو پرته د څه باندې ۱.۷ میلیونو کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او شړلو لړۍ پیل کړې ده.
https://avapress.com/vdcgwz9xxak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته