دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 280643
په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۷۰ بهرنیو سیلانیانو هرات ولایت ته سفر کړی دی
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، په تېرو دوو اونيو کې له ١٥ بېلابېلو هېوادونو څخه ٧٠ بهرنيو سيلانيانو هرات ولايت ته سفر کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی رئیس مولوی رحمت الله محمدی وایی چې په تېرو دوو اونیو کې له ۱۵ بېلابېلو هېوادونو څخه څه باندې ۷۰ بهرنیو سیلانیانو هرات ولایت ته سفر کړی دی.
 
ښاغلي محمدي څرګنده کړه، چې د نوي کال له پیل راهیسې ۴۰۰ بهرنیو سیلانیانو هرات ته سفر کړی دی.
 
ده زياته کړه: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هلې ځلې کوي چې سيلانيانو ته د اسانتياوو په برابرولو سره په هيواد او په تيره بيا په هرات ولايت کې د ګرځندوى صنعت ته وده ورکړي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له هغو لرغونو ولايتونو څخه دى، چې د بېلابېلو وختونو له ٨٠٠ څخه زيات ارزښتناک لرغوني اثار په کې شتون لري، چې ټول يې ډېر کورني او بهرني سيلانيان ليدنه کوي.
https://avapress.com/vdci5uarpt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته