دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 280712
د افغانستان اقتصاد له سقوط څخه وژغورل شو
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د امریکا د سولې انسټیټیوټ وروستی راپور ردوي او وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت په اغېزناکو پروګرامونو سره د افغانستان اقتصاد له سقوط څخه ژغورل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا د سولې انسټیټیوټ په دې وروستیو کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان اقتصاد د زوال پر لور روان دی.
 
د امریکا د سولې د انسټیټیوټ لوړپوړي اقتصادي کارپوهان وايي، د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دا اړتیا له پاکستانه د افغان کډوالو په اجباري راستنېدو سره نوره هم جدي شوې ده.
 
خو د اقتصادي چارو کارپوه نوید احمد بارکزي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې اسلامي امارت په تیرو دوو کلونو کې د عامه ګټو د پروګرامونو په تر سره کولو سره د هیواد اقتصاد له سقوط څخه ژغورلی دی.
 
هغه زیاته کړه، د امریکا او لویدیځ له خوا د بندیزونو له لګولو او همدارنګه د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو له کنګل کېدو سره؛ خو په تېرو دوو کلونو کې د هېواد ټوله بودیجه له کورنیو سرچینو تمویل شوې، چې دا یو پرمختګ دی.
 
بارکزي دغه راز وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې په مرکز او ولايتونو کې سلګونه پرمختيايي پروژې پلې شوې او په پلي کېدو سره يې د هېوادوالو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ د امريکا او لويديځ راپورونه تر ډېره د ټولنې له اصلي واقعيتونو سره په ټکر کې دي او د دوی لپاره غوره ده چې د خپلو راپورونو په خپرولو کې له زيات دقت څخه کار واخلي.
 
د اقتصادي چارو یو بل کارپوه محمد نبي افغان هم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره د لومړي ځل لپاره د هیواد صادرات په یوه کال کې له دوه ملیاردو ډالرو څخه اوښتي او ډیر اصلاحات په کې پلي شوي دي.
 
افغان زیاته کړه، که څه هم د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته نړیوالې مرستې بندې شوې او نوی حکومت له ډېرو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. خو اسلامي امارت د وضعیت په کنټرولولو بریالی شوی دی.
 
هغه دا هم څرګنده کړه چې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه د اسلامي امارت له راتګ مخکې لوړه وه او حکومت په دې اړه ملامت نه شي کېدای.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزارت د سولې د امریکايي انسټیټیوټ وروستی راپور رد کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په سیمه کې د سترو اقتصادي پروژو په ترسره کولو، د انفلاسیون د کچې په کنټرولولو او د بهرنیو په وړاندې د هېواد د پولي ثبات په ساتلو کې یو له بریالیو حکومتونو څخه دی.
 
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې اړه وویل: «اسلامي امارت د افغانستان د اقتصاد په وده او پراختیا او د سترو زیربنایي پروژو په پیلولو کې په سیمه کې یو له بریالیو دولتونو څخه ګڼل کیږي. او همدارنګه د انفلاسیون د کچې د کنټرول او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ملي اسعارو د ثبات په ساتلو کې.
https://avapress.com/vdcfyxd00w6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته