دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 280717
د هرات د ترافیکو مدیریت سږ کال ۲۰۰ میلیونه عواید راټول کړي
د هرات د ترافيکو مديريت چارواکي وايي، چې سږ کال يې له دې رياست څه باندې دوه سوه ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د ترافيکو عمومي مدير ذبيح الله اکبري وايي، چې سږ کال د هرات د ترافيکو رياست څه باندې ۲۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
 
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د يادې پروسې په ترڅ کې ٣٧زره موټر چلوونکي اسناد لري، چې له دې جملې څخه ١٠٠٠ د لايسنس پلېټونو او د موټر چلولو موقتي جوازونه صادر شوي دي.
 
ښاغلي اکبري دا هم په ډاګه کړه، چې سږ کال د دې رياست له خوا لس زره د موټر چلولو جوازونه صادر شوي دي.
 
د هرات د ترافيکو مدير دغه راز د ښاري انسجام د کميسيون له خوا د ښار له شمال څخه جنوب ته د مسافر وړونکي ترمينل د ليږدونې خبر ورکړ او څرګنده يې کړه: د ښار جنوب ته د لوى مسافر وړونکي ترمينل په تګ راتګ سره به د واټونو يوه زياته برخه تنظیم به شي.
 
هغه د هرات له ښاريانو هم وغوښتل چې د موټر چلولو جواز ولري او له کورنيو څخه دې ماشومانو ته د موټر له ورکولو ډډه وکړي، ځکه ډېرى ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د کم عمره ماشومانو له امله رامنځته کېږي.
 
د هرات د ترافيکو مدير دغه راز له ښاريانو وغوښتل چې ترافيکي نښو او ترافيکي څراغونو ته درناوى وکړي او د سرغړونې په صورت کې به جريمه شي.
 
هرات د هېواد په لوېديځ کې يو له ګڼې ګوڼې ډک ولايت دى، چې هر کال په کې د ترافيکي پېښو له امله ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.
https://avapress.com/vdca6wnu049na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته