دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 280942
د قلعه نو هوایی ډګر د کورنیو الوتنو لپاره چمتو دی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د بادغیس ولایت د قلعه نو هوايي ډګر په تخنیکي وسایلو سمبال او د کورنیو الوتنو لپاره چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا، د قلعه نو هوايي ډګر په ټولو تخنیکي وسایلو سمبال او د کورنیو الوتنو لپاره چمتو دی.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي وويل: د بادغيس ولايت د قلعه نو هوايي ډګر چې په ١٣٤٧ کال کې جوړ شوى، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له خوا په تخنيکي وسايلو سمبال شوى او د کورنيو چارو لپاره چمتو دی.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې: ده زياته کړه: دغه هوايي ډګر رن وي، د کنترول برج، د هوا پېژندنې خدمات، د اور وژنې وسايل او نور فعاله تخنيکي وسايل لري چې مسافرينو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.
 
د هغه په ​​وينا، په دغه هوايي ډګر کې د الوتنو شمېر د پخوا په پرتله زيات شوى دى.
https://avapress.com/vdcaywnuu49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته