دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 281041
پاکستان یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت له تي‌تي پی څخه پر پلوۍ تورن کړ
د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالی وزیر د کوټې په خبري کانفرنس کې یو ځل بیا د افغانستان اسلامی امارت تورن کړ، چې د تحریک طالبان پاکستان ملګرتیا او ملاتړ کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینگ: د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزی ويلي، پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له افغان چارواکي غواړي؛ ترهګرو ته اجازه ورنه‌کړي، چې پر پاکستان بریدونه وکړي او دا ترهګر پاکستان ته وسپاري.
 
 جان محمد اڅکزي زیاته کړې؛ مونږ هیله لرو، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ ډول ترهګریز فعالیت ته اجازه ورنه‌کړ شي. مونږ یو ځل بیا د افغانستان له حکومت څخه د ترهګرو د سپارلو غوښتنه کوو، په بلوچستان او پاکستان کې امنیت خوندي شي.
 
اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې فعال دي.
 
اسلامي امارت تل ویلي، چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد داخلي مسله ده او له افغانستان او افغانانو سره کوم تړاو نه‌لري.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وایي؛ د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي او پاکستان باید په خپله خاوره کې دننه خپلې ستونزې درک او مخه یې ونیسي.
 
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې: افغانستان د پاکستان امنیت مسوول نه‌دي.
 
په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له هغې وروسته ترینګلې شوې، چې پاکستان افغان کډوال په ناامنیو کې ښکېل وبلل او د کډوالو پر شړلو او ایستلو یې پیل وکړ./آریانا نیوز
 
 
https://avapress.com/vdcba8b58rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته