دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 281150
ملګري ملتونه ۴.۲ میلیونه بزګرانو ته د غنمو تخم او کرنیزې سرې وېشي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی چې په ۴.۲ میلیونه بزګرانو به د غنمو تخم او کرنیز سرې وویشي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په ایکس چینل کې د یوه پیغام په خپرولو سره د «ژمی غنمو» کمپاین پیل اعلان کړ.
 
دغه سازمان زیاته کړه چې په دې کمپاین کې بزګران هم روزل شوي دي.
 
FAO زیاته کړه چې دا اقدامات د خوړو خوندیتوب او د کلیوالي معیشت ښه کولو په لور یو حرکت دی.
 
بايد يادونه وشي چې د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د کليوالو اوسيدونکو د ژوند يوه مهمه برخه کرنه ده.
 
څه موده وړاندې په کندوز کې کروندګرو د کرنې د میکانیزم او د نباتاتو د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې له نه پاملرنې شکایت وکړ او له مسوولو دولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو له بنسټونو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdccpsqix2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته