دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 281259
د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو درې زره کانټينرونه آزاد شول
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغان سوداګرو سوداګریز توکې چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د بند ووو درې زره کانټینرونو وارداتي کتوکې د لېږد بهیر پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون سه شنبه د قوس ۷ مه، د کورنیو چارو وزارت په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه بار وړونکي موټر د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې وو، د پاکستان لخوا د ټرانزیټ نوې کړنلارې نافذدو  سره آزاد شول. 

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه هوکړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو سره له خبرو وروسته شوې ده.

تر دې مخکې د سوداګرۍ وزارت چارواکو اعلان کړی و، چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې افغانستان ته له درې زره ډېر کانټینر بار وړونکي توکي درولي او د لا زیاتو مالیاتو او محصول غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې وروسته سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

باید وویل شي، چې افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰ کال کې د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون لاسلیک کړ او په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ بهیر د همدې تړون پر بنسټ روان و.
https://avapress.com/vdccpsqio2bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته