دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 281273
کابل ښاریان د برېښنا د پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کوي
یو شمېر کابل ښاریان د برېښنا پرچاوۍ له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې د برېښنا د پرچاوۍ دوام دوی په ورځني ژوند کې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاریانو دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږی، چې هر کال د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په کابل ښار کې د برېښنا تقاضا مخ په زیاتېدو شي.

د کابل ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي جان اغا له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وويل، چې د برېښنا د پرې کېدو دوام ښاريان په ورځني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په ​​وينا، په تېرو ٢٤ ورځو کې د کابل ښاريان يوازې له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې برېښنا لري، چې دا هغه وخت دى، چې ډېرى خلک ويده وي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د برېښنا لپاره اساسي حل لاره ومومي، ځکه په اوسنيو شرايطو کې برېښنا د خلکو له اساسي اړتياوو څخه ده.

په ورته وخت کې د فابریکې یو مالک داوود حسیني افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې په دې ورځو کې د برېښنا د تقاضا زیاتوالي د تولیدي فابریکو له ګڼو ننګونو سره مخ کړي، چې ډېری کارکونکي یې بې کاره دي.

هغه زياته کړه، که حکومت د برېښنا د کمښت د کمولو لپاره اساسي حل لاره پيدا نه کړي، نو ګڼ شمېر فابريکې به وتړل شي او ډېر ښاريان به وزګار شي.

د شپږمې ناحيې اوسېدونکي رحمت الله رضايي هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې په کابل ښار کې د برېښنا د مصرف زياتوالى د دې لامل شوى، چې خلک د ژمي په موسم کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د هوا ککړوونکي توکي وکاروي.

هغه څرګنده کړه، که حکومت په ژمي کې د برېښنا د پرچاوۍ مخه ونيسي، نو ښاريان به د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له برېښنا کار واخلي او د هوا د ککړتيا مخه به ونيول شي.

د کابل ښار د درېيمې ناحيې يوه بل اوسېدونکي جان اغا افغان غږ خبری آژانس ته وويل، چې د ژمي په دې سړه هوا کې د برېښنا پرله پسې پرې کېدو ښاريانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې، ځکه له برېښنا پرته خلک نه شي کولى اوبه له مځکې وباسي او اوبو ته ورشي. 

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په اوسنيو شرايطو کې د خلکو ډېرى ورځني کارونه پر برېښنا پورې تړلي او د برېښنا نشتوالى د دې لامل شوى، چې د نورو ستونزو تر څنګ ښاريان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

ومو غوښتل چې په دې برخه کې د برشنا شرکت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

خو برشنا شرکت څه موده وړاندې ویلي و، چې د اوبو د کمښت له امله د داخلي سرچینو د برېښنا بند د تولید اندازه کمه شوې او په پام کې ده، چې د کابل په نورو ولایتونو کې هم پلي شي.

د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ازبکستان څخه واردېږي او کورني تولیدات یې هم ۲۲٪ ته رسېږي.

د يادونې وړ ده، چې هر کال د سړې موسم له رارسېدو سره په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د برېښنا تقاضا زياتېږي او برشنا شرکت تر اوسه نه دى توانېدلى، چې هېواد ته د اړتيا وړ برېښنا ورسوي.
https://avapress.com/vdciyzarpt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته