دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 281327
په درېيو ولايتونو کې څه دپاسه زرو کورنيو له نړيوالو بنسټونو مرسته ترلاسه کړه
د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په لغمان، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو ۱۲۳۵ کورنیو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو له لوري د نغدي او غیرې نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په لغمان کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د اسلامی امارت مشر حبیب الرحمن ارباب وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له ۲۹۷ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه.

نوموړی زیاتوي، چې په دې مرستو کې د سولر تختې، بیټرۍ، کنټرولرونه، ګروپونه، نور د اړتیا وړ وسایل او هرې کورنۍ ته ۲۶۵۰ افغانۍ نغدي د ترانسپورت په برخه کې ویشل شوي دي.

بل خوا په کاپیسا کې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رئیس حمدالله شهیدزاده وايي، چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په مالي مرسته له پاکستان او ایران څخه ۴۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې هرې کورنۍ ته ١٥٣٠٠ افغانۍ نغدي او د درې کمپلو په ګډون ١٨ ژمني جامې ووېشل شوې.

په همدې حال کې په جوزجان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس سراج الدین سراجي هم وايي چې د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام په دغه ولایت کې پر ۵۳۵ راستنېدونکو کډوالو کورنیو خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، بوره وېشلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به په دغه ولایت کې له کډوالو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ دغه مرستې زیاتې شي.

هغه کورنۍ چې مرستې یې ترلاسه کړې وايي، چې د مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د دوی د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د يادونې وړ ده، چې له يوې مياشتې راهيسې له پاکستان څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل شوې ده.
https://avapress.com/vdcirzaryt1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته