دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 281388
له قطر څخه د بشري مرستو یوه جوپه هرات ته راورسېده
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، پرون پنجشنبه د قوس ۹مه د هرات زلزله ځپلو ته د قطر دولت له لوري د بشري مرستو لومړۍ جوپه دغه ولایت ته رسېدلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - د دوی په وینا، په دغو مرستو کې دوه زره بسته خوراکی توکي، یو زره بسته طبی کیټونه او سل بستې ژمنۍ جامې او کمپلې شاملې دی.
 
د طلوع نیوز د راپور له مخې، قطري چارواکو د دې مرستو د لېږد پر مهال ویلي، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې دوه نورې الوتکې چې خوراکي او غیر خوراکي مرستې پکې شاملې دي، هرات ته ورسېږي.
 
ټاکل شوې چې دغه مرستې د هرات په زلزله ځپلو کورنيو ووېشل شي.
https://avapress.com/vdcfcyd0cw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته