دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 281548
په افغانستان کې ۸۰ سلنه لویان په یو ډول فزیکي او رواني معلولیت کې ژوند کوي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سیاسي نمایندګي وايي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه لویان په یو ډول فزیکي او رواني معلولیت کې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د اروپایی ټولنې سیاسی ماموریت د ایکس این ایم ایکس پر یوه پوسټ کې لیکلی: موږ له خپلو همکارانو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ کوو او لومړنیو اړتیاوو ته د هغوی هر اړخیز او عادلانه لاسرسی تضمینوو.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د دې ورځې په مناسبت ویلي چې په لسګونو شخړو او یو شمیر روغتیايي بحرانونو د پام وړ افغانان له یو لړ فزیکي او رواني معلولیتونو سره مخ کړي دي.

سازمان ویلي چې معلولیت لرونکي خلک د ډیری ناروغیو د پراختیا له خطر سره مخ دي او په ورځني ژوند کې ډیر محدودیتونه تجربه کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یو میلیارد وګړي معلولیت لري او ۸۰ سلنه یې په مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcdof0xjyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته