دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 281640
د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په وينا، د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو کې د لوستلو فرهنګ ته وده ورکول دي، څو په مطالعه کولو سره د لويديځ فرهنګ له يرغل څخه د بهرنيانو د نفوذ مخه ونيول شي. 
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سیف الدین معتصم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د کتابونو په نندارتون جوړ شوي چې د سیمه ییزو چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، د ښوونځیو د استادانو او د الف پوهنتون د محصلینو له خوا پرانیستل شوی او په دغه درې ورځنی نندارتون کې به له زرو څخه زیات کتابونه په بېلابېلو عنوانونو سره د ګډونوالو لپاره ننداري وړاندې شي.

هغه زیاته کړه: د دغه نندارتون له جوړیدو څخه یې موخه د خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو کې د لوستلو فرهنګ ته وده ورکول دي، ترڅو ځوانان د مطالعې له لارې خوندي او بیمه شي او د غربي کلتور له یرغل او د بهرنیو له نفوذ څخه خبر شي. 

مولوي معتصم څرګنده کړه، زموږ پروګرامونه به د خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو کې د لوستلو د فرهنګ د دودولو په موخه دوام وکړي، څو د هغې ورځې شاهدان واوسو، چې زموږ په ټولنه کې جهل، جهالت او له کتابونو څخه لیریوالي له منځه ولاړه شي. .

هغه وويل: "دولت د زده کړې، مطالعې او لوستلو ملاتړ کوي، له همدې امله په ټول هېواد کې د لوستلو د فرهنګ د ودې لپاره هڅې روانې دي او زموږ ځوانان بايد له معلوماتو او پوهاوي څخه ډک وي."

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانانو چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وو، وویل: د کتاب د نندارتون د جوړېدو او د لوستلو د فرهنګ د ودې هرکلی کوو او د ګران هېواد په هر ګوټ کې باید د لوستلو زمینه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د کتابونو دغه نندارتون د درېيو ورځو لپاره د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې جوړ شوى و چې د ځوانانو له خوا يې تود هرکلى وشو.
https://avapress.com/vdcgtq9xzak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته