دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 281681
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې پنځه سلنه برابره شوې ده
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه له پاکستانه د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د دغه سازمان له خوا د لسو میلیونو ډالرو غوښتنه شوې یوازې پنځه سلنه ورکړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې له پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو د چارو په برخه کې د ۹،۵ میلیون ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د دغه سازمان په اعلامیه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د بودیجې نشتوالی په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو زیات شمېر شړل شویو مهاجرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونیو کې له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، چې ډېری یې له لومړنیو اسانتیاوو پرته ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcbw8b58rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته