دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 281786
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او یو شمېر بنسټونو ترمنځ د همکارۍ څو تړونونه لاسلیک شول
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د څه باندې ۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۱۱ بنسټونو له مسوولینو سره د همکارۍ څو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د پنجشنبې په ورځ د قوس په ۱۶مه د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د دغه وزارت سرپرست د دغه وزارت د همکاریو ۱۱ سندونه لاسلیک کړي دي. 

د جواد په وینا، دغه تړونونه د مهارتونو او مسلکي خدمتونو په برخو کې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ، د متشبثینو او کوچنیو پانګوالو د ملاتړ، د ګرځنده تیلیفونونو له لارې د سوداګرۍ پراختیا، د وړو کارونو او کاري فرصتونو، مسلکي پروګرامونو او لاسي صنایعو له لارې د زیانمنو ځوانانو او اړو کورنیو د پیاوړتیا په برخو کې دي. 

ښاغلي جواد زیاته کړه چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې افغانستان د پانګوالو او بنسټونو د اسانتیاوو په خاطر هر اړخیز پلانونه لري او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي عزيزي دغه راز د ادارو له رئيسانو څخه وغوښتل، چې د هغو مهاجرينو لپاره چې تازه هېواد ته راستانه شوي دي، زده کړې او د کار پيدا کولو ته لومړيتوب ورکړي.

له بلې خوا دغه بنسټونه وايي: " بنسټونه ژمن دي چې له دولت سره همکاري وکړي او د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي".

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یو شمېر پانګوالو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي وو.
https://avapress.com/vdch6zni-23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته