دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 282066
د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د بند پاتې ۲۵۰ کانټینرونو د لېږد زمینه برابره کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، پاکستان ژمنه کړې چې د درې زره بند شویو کانټینرونو له ډلې یې د ۲۵۰ کانټینرونو د خلاصون او لېږد لپاره به لومړی ګام پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازو د پاکستان د بهرنۍ سوداګرۍ له رئیس سره د کانتینرونو د خلاصون په اړه وکتل. 

د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ پاکستاني لوري د دغو کانټینرونو د لېږد ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په لومړي ګام کې به د هغو ۲۵۰ بند شویو کانټینرونو د لېږد لپاره زمینه برابره کړي چې د اکتوبر په درېیمه د کراچۍ بندر ته رسېدلي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان د دغه هېواد د سوداګرو د څه باندې درې زره کانټینرونو پر خوشې کولو هوکړه کړې ده.

د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ بند شوي کانټینرونه به په راتلونکو ورځو کې په منظم ډول افغانستان ته داخل شي.

هغه زیاته کړه چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر په ګډون پاکستاني چارواکو د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې؛ دوی ژمنه کړې چې ډېر ژر به دغه کانتینرونه خوشې کړي.

جواد په دې اړه وویل چې پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه کانټینرونه به له کړنلارې او د یوه ځانګړي میکانیزم له پلي کېدو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس وايي، د پاکستاني چارواکو له ژمنو سره سره د افغان سوداګرو درې زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې نه دي خوشې شوي.

نقيب الله صافي وويل چې تر اوسه پورې له کراچۍ څخه کوم کانټينر نه دى وتلى او د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر مسوولينو ته د انتظار کولو لارښوونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې وړاندې پاکستان اعلان وکړ، چې د دغه هېواد له بندرونو څخه سوداګريز مالونه له ماليې پرته افغانستان ته داخلېدل او بيا په قاچاقي ډول د افغانستان په مليونونو ډالره مالياتي عوايد له لاسه ورکوي.

وروسته له هغه چې دغه هېواد د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو له درې زرو څخه زیات کانټینرونه ودرول، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یې د پخوا په پرتله ډېرې کړکېچنې کړې.

د اسلامي امارت چارواکي په داسې حال کې ټینګار کوي چې د پاکستان حکومت د لا زیاتو مالیاتو غوښتنه کوي او دې کار افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند وايي، د پاکستان له خوا د بندیزونو له لګولو وروسته له څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو د مالونو ۳۳۸۰ کانټینرونه په کراچۍ کې بند پاتې دي.

د مومند په وينا، د دې ترانزيټي شتمنۍ ارزښت دوه ميليارده ډالره دى او هره ورځ د پاکستان د حکومت له خوا په سلګونو زره ډالره د تاجایی پيسې ور اضافه کېږي.

هغه وویل، «افغان سوداګرو پرېکړه کړې چې په راتلونکي کې د کراچۍ له بندر نه ګټه واخلي، تر څو چې منظم نړیوال تضمین موجود نه وي،»

په دغو سوداګريزو توکو کې د موټر پرزې، تور چای، ټايرونه، ټوټې، سګريټ، چينجي، زيورات او ځينې نور توکي شامل دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خانجان الکوزي هم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې پاکستان په ځلونو له افغانانو سره د خپلو تړونونو خلاف چلند کړی دی.

هغه چې د افغانستان او پاکستان د پانګونې د ګډې خونې غړی هم دی، هیله څرګنده کړه چې دا ځل به د اسلامي امارت چارواکي له پاکستاني چارواکو سره لیکلي هوکړه لیک ترلاسه کړي او ستونزه به دایمي حل کړي.

د يادونې ده، چې په تېرو مياشتو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې په بې ساري ډول ترينګلې شوې دي. سرحدي شخړې، په کراچۍ بندر کې د سوداګرو د مالونو د لېږد رالېږد بندېدل او له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستل هغه کړنې دي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې سیوري اچولې دي.
https://avapress.com/vdcjm8e8muqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته