دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 282109
په هرات ولایت کې د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم د کتاب لوستلو په ستره سیالۍ کې دوه زره زده کوونکي ګډون کړي وو
په هرات ولایت کې د سیرت النبی (ص) د کتاب لوستلو د پنځم پړاو سیالۍ تنظیموونکي وايي، په دغه سیالۍ کې چې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د مشر په نوښت ترسره شوه، څه باندې دوه زره زده کوونکو برخه اخیستې وه.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې مشر اکرام الدین حبیبي وايي، د سیرت النبی (ص) سیالي په دې دوره کې د ۳۳ دولتي او خصوصي ښوونځیو دوه زره زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د هغه په ​​وينا، د دې سياليو پوښتنې د لومړنيو، منځنيو او عالي لېسو لپاره طرحه شوې دي.

ښاغلي حبیبي څرګنده کړه چې دغه سیالۍ د خصوصي او دولتي ښوونځیو د زده کوونکو له تود هرکلي سره مخ شوې.

دغه راز د هرات ولايت د پوهنې مرستيال عبدالجليل مزمل هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دا ډول پروګرامونو ترسره کول د زده کوونکو د ديني زده کړو د پراختيا لامل وباله.

ويل کيږي چې دا د پيغمبر(ص) د سيرت د سترې سيالۍ پنځم پړاو دى چې د ښوونځيو په کچه د ځوانانو او تنکيو ځوانانو د پيغمبر(ص) له سيرت سره د اشنا کولو په مقصد ترسره کيږي. 
https://avapress.com/vdchviniw23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته