دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 282132
اسلامي امارت پاکستان ته په خطاب کې: هره مسله له بل هېواد سره تړل د حل لاره نه ده!
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پروني برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه برید په افغانستان پورې اړه نه لري او نه هم د دغه هیواد له خاورې ترسره شوی دی. هغه زیاته کړه، "هره مسله له بل هیواد سره تړل د حل لاره نه ده."
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه برید پرون سه شنبه د قوس ۲۱ مه د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې شوی او د پاکستانی چارواکو په وینا، د دغه هېواد ۲۳ امنیتی منسوبین وژل شوی دی.
 
د پاکستان په وینا، د دغه برید تر شا د تحریک جهاد پاکستان، چې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلې ډلې دی، لاس درلود.
 
د دې برید په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې کابل ته خبر ورکړي چې د وروستي برید په اړه په بشپړ ډول څېړنه وکړي او پر وړاندې یې جدي اقدامات وکړي. 
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم له اسلامي امارت څخه غوښتي چې په لوړه کچه وروستی برید «په عامه توګه» وغندي.
 
خو د اسلامي امارت ویاند په خپله اعلامیه کې چې نن چهارشنبه (چهارشنبه، ۲۲ قصر) له ملي ټلویزیون څخه خپره شوه، د برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او د غندلو یادونه یې نه ده کړې.
 
هغه وویل چې دا برید په افغانستان پورې اړه نه لري او نه هم د دغه هیواد لخوا ترسره شوی دی.
 
مجاهد د برید پلټنو ته په اشارې سره ویلي چې که معلومات له اسلامي امارت سره شریک شي، په اړه به یې پلټنې وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې د پرونۍ حملې ځای له افغانستانه په سلګونو کیلومتره لیرې دی او د ده په وینا دا هغه سیمه ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه پکې «ځواک» لري او باید له پېښېدو مخکې بې پرې شوي وای.
 
مجاهد وویل: «دا کار باید مخکې له دې چې پیښ شي، بند شوی وای، خو له بده مرغه داسې ونه شو. دوی (پاکستانیان) باید د خپل امنیت په اړه نور هم خبر وي. په هیواد کې د هرې مسلې تړل د حل لاره نه ده. په هرصورت، موږ به هغه مسلې هم وڅیړو چې د دوی لخوا راپورته شوي."
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر د نیولو او پاکستان ته د هغوی د سپارلو غوښتنه کړې ده.
 
دغه وزارت ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د ترورېزم د کارونې د مخنیوي لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.
 
پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې بریدونه زیات شوي، خو د اسلامي امارت چارواکو دغه ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.
https://avapress.com/vdcdsx0xxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته