دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 282167
جاپان له افغانستان سره د ۵۸ میلیونه ډالرو مرستې ډاډ ورکړ
په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد سره په لیدنه کې له افغانستان سره د دغه هېواد د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې ډاډ ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغه کتنه کې د جاپان سفیر له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه هېواد په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو پلي کولو ته چمتو دی.

تېره اوونۍ په کابل کې د جاپان سفارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو او د اړمنو خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په هدف به له افغانستان سره ۵۸.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdcb05b5zrhbw8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته