دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 282402
جاپان د افغانستان د روغتیا له سکتور سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د روغتیا نړیوال سازمان د اعلان له مخې، د جاپان حکومت د دغه سازمان له لارې له افغانستان سره د صحت په برخه کې ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د جاپان حکومت د روغتیا نړیوال سازمان له لارې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
 
د یکشنبې په ورځ د قوس په ۲۶مه د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) دغه مرسته په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ځانګړې کړې ده.
 
د اعلامیې پر بنسټ، د دې مرستې موخه د ساري ناروغیو ناروغانو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د ناروغیو دقیق تشخیص او د افغان-جاپان روغتون او په کابل کې د انتاني روغتون د بشپړ عملیاتي ظرفیت ډاډمن کول دي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې تمه ده له دې پروژې څخه به ۷۶ زره کسان ګټه واخلي او د ساري ناروغیو د مخنیوي او کمولو په برخه کې به پرمختګ وکړي.
 
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي کرومیا هم وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د منفي اغیزو د کمولو لپاره د هڅو ملاتړ ته ژمن دی.
 
له بلې خوا په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر لو داپینګ د جاپان له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د ساري ناروغیو روغتونونه بنسټیزو مرستو ته اړتیا لري څو د اغیزمن ځواب ویلو وړتیا لوړه کړي.
https://avapress.com/vdcdzx0xxyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته