دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 282883
په غزني کې پر ۱۵۵۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې پر ۱۵۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې پر ۱۵۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.

دغه رياست زياته کړه چې دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مرسته او د غزني د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر څارنې لاندې د (HAALO) موسسې په تخنيکي همکارۍ ووېشل شوې.

په دغو توکو کې (۱۰۰) کیلو اوړه، (۱۰) کیلو غوړي، (۱۴) کیلو دال او (۴.۵۲) کیلو د ماشومانو خوراکي توکي شامل دي.

په ورته وخت کې د سړې موسم په را رسېدو سره ډېری اړمن کسان دغه مرستې بسنه نه کوي.
https://avapress.com/vdcg7x9xwak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته