دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 283005
د افغانستان برښنا شرکت او تاجکستان ترمنځ د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو
د افغانستان برښنا شرکت نن چهارشنبه د زمري ۶ مه د تاجکستان او تاجکستان ترمنځ د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس: دغه شرکت په ایکس پاڼه کې وویل چې د شرکت عمومي اجرایوي رییس محمد حنیف حمزه په ترکیه کې د تاجکستان د بریښنا مشترکه شرکت له مشر محمد عمر اسزاده سره د کتنې په ترڅ کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د بریښنا د پیرودلو تړون لاسلیک کړ.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له تاجکستان څخه افغانستان ته د نوي ٥٠٠ کيلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د غځولو په اړه خبرې وکړې او تاجکستان هم د يادې لين د غځولو لېوالتيا څرګنده کړه.

دغه راز د افغانستان د برشنا شرکت مشرتابه له تاجکستان څخه وغوښتل چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل، همغږۍ او تطبیق په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په دې وروستیو کې تاجکستان هم په دې برخه کې د همکارۍ لېوالتیا او ژمنه څرګنده کړه./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcdzs0xkyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته