دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 283114
د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې یو ښارګوټي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هرات ولایت د زلزله ځپلو سیمو د قلعه نوک کلي د ښارګوټي د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس: په دغه ښارګوټي کې ۳۳ بلاکونه جوړ شوي او د جوړولو ټول لګښت یې د هېواد د استخباراتو عمومي ریاست ورکړی دی.

د اسلامي امارت چارواکو ويلي، پر دې پروژې څه باندې ۲۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې دا مهال د نورو ښارګوټو پر استوکنځیو هم کار روان دی او هڅې کیږي، چې ټول کورونه پخپل وخت جوړ او بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې زلزله ځپلې کورنۍ په دې ورځو کې تر خیمو لاندې سخت ژمی پیل کړې او له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دا د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو سیمو کې لومړی جوړ شوی ښارګوټی دی، چې په دې وروستیو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي؛ په دغه ښارګوټي کې د یوه جومات او د څښاک د پاکو اوبو د شبکې په ګډون ۳۳ کورونه جوړ شوي دي. د دغو استوګنځیو د جوړولو لګښت د هېواد د ملي امنیت عمومي ریاست ورکړی او اوس به د دغو کورونو د دروازو کیلي زلزله ځپلیو کورنیو ته ورکړ شي.

دوی وايي، په زلزله ځپلیو سیمو کې د ټولو پروژو څارنه روانه ده.

دا مهال د هرات د زنده جان، انجیل، کشک، رباط سنګي او ګلران ولسوالیو له لس څخه په زیاتو کلیو کې د کور جوړونې چارې روانې دي.

زلزله ځپلی محمد حلیم وايي: د دغو خیمو لاندې هوا ډېره سړه ده؛ ځکه دا خیمې له پلاستیک څخه جوړې شوې او نم لري او د شپې په اوږدو کې زمونږ ماشومانو یخ کیږي. اوس دا کورونه مونږ ته جوړ شوي دی. زه امید لرم، چې دوی به ژمی له خپلو میرمنو سره تېر کړي او مونږ به د خپلو ماشومانو ساتنه وکړو.

د هرات د زلزله ځپلیو کميسون د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په ۱۰ زلزله ځپلیو کليو کې پر څه باندې ٢٦٢٠ کورونو کار روان دى.د يادو پروژو مسوولين هڅه کوي، چې دغه کورونه پخپل وخت بشپړ کړي.​/آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcezx8wejh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته